د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مې د پنځلسمې نېټې تر اتو بجو پوری د چين د سه چوان ولايت د ون چوان، دو جيانګ يان، بې چوان او ماو شيان په شمول زلزلې ځپلو سيمو کې د ژغورنې کارکوونکيو سرتيريو له کنډوالو څخه څه دپاسه ٥٥٠٠ ټپيان ژغورلي دي او پنځوس زره وګړي يې لنډ مهالو پناه ځايونو ته ليږدولي دي.
د چين د ازادۍ بخښونکی پوځ د لوی درستيز ادارې وويل د مې په پنځلسمه نېټه د ژغورنې ټولو ډلو عمده موخه بيا هم د ژغورنې کارونه دي. دغه ډلې به د زلزلې ځپلې سيمې ټولو اته پنځوس ولسواليو او علاقه داريو ته د مرستې لپاره ورسيږی.
پر دې سربيره، د سه چوان ولايت په اولونګ منظره لرونکی سيمه کې کلا بند شوي دری دېرش تنه بريتانوي، امريکايی او فرانسوي سيلانيان د همدې ورځې په غرمه د چيني سرتيريو په مرسته د هليکوپتر له لارې په امنيتی توګه چنګ دو ښار ته ورسيدل.