د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د مې په دوولسمه نېټه د چين په سه چوان ولايت کې د زلزلې له پېښېدو وروسته د ناورين ځپلو وګړيو شمېر لس مليون تنو ته رسېدلی دی.
د مې د پنځلسمې نېټې تر اتو بجو پوری د ژغورنې په کارونو کې د ګډون کوونکيو سرتيريو او پوليسو شمېر څه نا څه يو سل او دېرش زره تنو ته رسيدلی او دری سوه پوځی لېږدوونکې الوتکې او هليکوپترې کارول شوی دی. د همدې ورځې تر سهار پوری د ژغورنې کارکوونکيو شپېته زره ټپيان وژغورل. د زلزلې له پېښېدو راهيسی مرکزي حکومت له ناورين زلزلې سيمو او وګړيو سره د مرستې لپاره يو مليارډ او يو سل او لس مليون يوانه مرسته ځانګړې کړې ده.
د چين د ملکی چارو وزارت د يوې شمېرنې له مخې، د مې څوارلسمې نېټې له غرمې وروسته تر څلورو بجو پوری د هېواد بېلا بېلو ټولنو د اته سوه او اووه اويا مليون يوانو په ارزښت مرستندويه پيسی او مالونه راغونډ کړي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل د چين حکومت موافقه کړی چې جاپان په زلزلې ځپلو سيمو کې د ژغورنې له چينی کارکوونکيو سره د مرستې لپاره خپل مسلکي کسان د چين د سه چوان ولايت ته وليږي.