<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-15 17:26:28    
يو يوان بڼ ( ٣ )

cri

په يو يوان بڼ کې د نندارې ( تياتر ) theater دلته د لوړپوړيو او غوره مېلمنو لپاره هم ځانګړی ځای و . دا له هنر سره د چين د پخوانيو واکمنو مينه ښيي همدا وجه ده چې اوس په چين کې هنر ډېره پرمختيا کړې .

د بڼ په بېلا بېلو ځايونو کې د زمري او ښامار (Dragon) مجسمې او په ځينو ځايونو کې يې انځورونه ځای پر ځای شوي دي . نه پوهېږم چې ښامار ته موږ څه وايو ؟ ښامار ، اژدها که څه بله بلا ، خو دا يو خيالي حيوان دی ، چې فکر کېږي اور خوړلی شي . درېګن لويه خوله ، د هوسۍ ښکرونه ، د باز پنجې ، د کب فلسونه ، قهرجنې سترګې او د مار وجود لري او الوتل ، لامبو او قدم وهلی شي . د چينايانو لپاره درېګن ( Dragon ) د ځواک او قوت معنی ورکوي او زمری د ساتندوی معنی ښندي. په پخوا وختونو کې Dragon نښه او يا يې هم مجسمه يوازې واکمنانو کارولای شوی، بل چا دا حق نه درلود که بل چا د دې شوق کړی وای نو بيا يې سر قلم کېده او وژل کېده .

د نړۍ بېلا بېل ملتونه دې ته ورته خپلې نښې لري ، د ساري په توګه ، جاپانيان وحشي چرګ د واده د غوره سوغات په توګه کاروي او ډېر ښه خوراک يې ګڼي . همدا ډول چرګ د فرانسويانو لپاره د زړورتيا نښه ده . فيل په هند کې د هوښيارۍ او ځواک نښه ده . يږ په جرمني کې د ځواک ، ژوند او پاچايۍ نښه ده .

کبان د دغه بڼ ځانګړې ښکلا ده . په اوبو کې رنګارنګ ښکلي کبان ليدل کېږي . ژېړ کب او دغه وړ نور رنګين کبان په چين کې د نېکمرغۍ او ښه بخت معنی لري . دلته هر څوک غواړي چې ودرېږي او له دغو کبانو سره د نېک فال په نيت يو تصوير واخلي .

په يو يوان بڼ کې يوه ونه هم ده چې کټاره ترې چاپېره شوې . دغه ونه د ګېنګو بېلوبا Ginkgo Biloba په نامه يادېږي چې ٤٠٠ کلنه ده .

په بڼ کې له نندارې وروسته مو غرمنۍ په يوه هوټل کې خوړله چې نوم يې راته ياد نه دی . تر غرمنۍ وروسته مو د شانګهای د يوه لرغونې بازار لنډه ننداره وکړه . دغه بازار د چيباو په نامه يادېږي .