د سين هوا اژانس د خبر له مخې: د چين د سيلانی اداری د زلزلې د مخينوی او د ژغورنې کارونو د همغږۍ مشری ډلی د می په ١٥ نېټه سهار وويل په جيو جای ګو سيمه کې د پاتی شويو څه دپاسه ٦ زره تنو چيني او بهرنيو سيلانيانو ترمنځ څه دپاسه ٣ زره تنه په امنيتي ډول ژغورل شوي او ٢ زره او ٥١٧ تنه نور به په همدی ورځ وژغورل شي.
د خبر له مخې، د جيو جای ګو هوايي ډګر د می په ١٥ نېټه په پوره توګه بيا پرانيستل شو چې د زلزلې له امله په لنډ مهالي ډول تړل شوی و. په دغه هوايي ډګر کې پاتی شوي سيلانيان په همدی ورځ سهار په وار سره له دغه هوايي ډګر څخه وخوځېدل.