د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: نړيوالې ټولنې د چين په سه چوان ولايت کې د زلزلی تر پېښېدو وروسته د می په ١٤ نېټه په پر له پسی توګه په چين کې د ژغورنی له کارونو سره د پانګی او د بشر دوستۍ مرستی کړی او له ډول ډول لارو يې د چين له حکومت او وګړيوسره خواخوږی او ملاټر څرګند کړی دی.
تر اوسه پوری سعودی عربستان د ٥٠ مليون امريکايي ډالرو په ارزښت نغدی پيسی او د ١٠ مليون امريکايي ډالرو په ارزښت مرستندويه توکي چين ته ورکړی او د امريکاحکومت چين ته د ٥٠٠ زره امريکايي ډالرو په ارزښت مرستندويه پانګه ورکړی ده.
د بلجيم، برازيل، قطر، تايلند ، کاڼاډا ، امريکا، استراليا ،افغانستان ، فليپين، مکسيکو او اندونيزيا په ګډون په بېلا بېلو هېوادونو کې چينايانو او چيني
زده کوونکو په وروستيو ورځو کې د خپلو فعاليتونو له لاری د مصيبت ځپلو سيمو وګړيو ته پاملرنه کړی ده .
د يو بل خبر له مخې، د قزاقستان ، ګورجستان، اوکراين ، ايران او ترکيې په ګډون د ځينو هېوادونو مشرانو په پر له پسی توګه د چين د دولت له رئيس هو جين تاو او صدراعظم ون جيا باو سره له تلفونی خبرو اترو يا نورو لارو همدردی او د چين د حکومت او وګړيو د ژغورنی کارونو ملاټر يې څرګند کړی دی .