<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-15 17:15:01    
ستر تاريخی شعر (جنګر)

cri

ګرانو اوريدونکو! السلام عليکم ! شين جيانګ ته د کتنې پروګرام وخت يو ځل بيا رارسيدلی دی. ډېر خوشحاله يم چې په دغه پروګرام کې تاسو ته د شين جيانګ په اړه ځينی په زړه پوری کيسې وړاندی کړم. هيله لرم چې تاسو د پروګرام تر پايه راسره ملګرتيا وکړئ.

ګرانو اوريدونکو! د چين په شمال لويديځ د شين جيانګ د اويغوری قوم په خپلواکه سيمه کې د مغولی قوم يو شمير وګړي هم ژوند کوي. د دوی په منځ کې د جنګر په نامه د اتلانو په اړه يو تاريخی شعر ډېر شهرت لری. د نسل په نسل هنرمندانو له خوا دغه شعر ساتل شوی دی. د پروګرام په نننی کړۍ کې به له تاسو سره يو ځای د شين جيانګ د هوبساير څړ ځايونو ته ولاړ شو او له نژدی څخه به د جنګر کلتور احساس کړو.

ګرانو اوريدونکو! همداوس مو د ښاغلی جاجونای له خوا ويل شوی جنګر شعر واوريد. نوموړی اوس يوازی داسې مغولی هنرمند دی چې په پوره توګه د جنګر ټول شعرونه ويلی شی. د ښاغلی جونای لمسی کنور اوس له خپل نيکه ګانوڅخه د جنګر ويلو زده کړه کوي. ١١کلن کنور وويل چې د شپږ کلنی په وخت کې يی د جنګر په زده کړه پيل وکړ او تر اوسه يی د دغه شعر دوه يا دری برخې زده کړې دي.

د جنګر په شعر کې يو هوښيار، توريالی او غښتلی اتل ليکل شوی دی . د هوبساير په موزيم کې مغولی کارکوونکی اورنچی وويل:

جنګر يو کس و او د دغه شعر نوم له دغه کس څخه راغلی دی. جنګر د ١٢ پيړۍ له پای څخه د ١٣ پيړۍ تر سر پوری د هوبساير غره او التای په شاوخوا سيمه کې يو شاهی هيواد جوړ کړ. په دغه هيواد کې ناروغی او جګړې نه وې او د سمسورتيا يو معنوی هيواد و. د ده دغه رويه د مغولی خلکو له خوا نسل په نسل پاتې شوې چې د وينا له لارې راپاتې شوی يو ډول ادب هم ګڼل کيږی.

د هوبساير د مغولی قوم د خپلواکې ولسوالی مشر جانګ ون چيانګ د جنګر هنر د سرچينې په اړه وويل :

په ٢٠٠٥ کال کې په هوبساير ولسوالی کې د جنګر کلتور نړيوال فيستوال ترسره شو. د ١٦ بهرنيو هيوادونو او د چين اړوندو کارپوهانو په دغه فعاليت کې ګډون هم وکړ. دوی له ډېرو څيړنو سره سم دغه ځواب وموند چې د شينجيانګ د هوبساير سيمه د جنګر کلتور سرچينه ده .

دغه شعر شاوخوا څو لکه لغتونه لری چې ټول د وينا له لارې پاتې شوي او ساتل شوی دی. اوس يوازی ښاغلی جونای د دغه شعر ٤٥ برخې ويلی شی . ښاغلی جونای د دری کلنی په عمرکې د دغه شعر په زده کړه پيل وکړ. هغه وويل:

زما ټول عمر په څړ ځايونو کې تير شوی دی. زه دلته مالداری کوم او جنګر وايم. زه په دغه شعر کې له اتل سره ډيره مينه لرم . دوی کوششونه کړی او خپل خاوره يی ساتلی وه. د مغولی قوم نسل په نسل د اسانو او اوښانو پر شا ژوند کوي او يو زيارکښ ، توريالی او مهربان قوم هم دی. دغه رويه په جنګر کې له اتلانو سره يو شان ده. نو زه به دغه شعر کشرانو او راتلونکي نسل ته پرېږدم .

ښاغلی جونای ته خپل مشر لمسی نيما ډير ګران دی . اوس د ده ترټولو ټينګ هوډ دا دی چې نيما د جنګر ټول شعر زده کړي. نيما هم غواړی د خپل نيکه هيله پوره کړي. ده وويل:

زما نيکه د جنګر ويلو يو ډير مشهور هنرمند دی . زه له دغه شعر سره هم ډېره مينه لرم ځکه چې دغه شعر زما د قوم عجب کلتوری اثار دی . زه به تر وسې پوری د خپل نيکه او خپل قوم د کلتوری چارو د پرمختګ لپاره کوششونه وکړم.

ګرانو اوريدونکو! د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده. خوشحاله او نېکمرغه اوسئ!