د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې: د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې د سياسي بيورو د دايمی کميسيون غړی او د انضباطو د مرکزي کميټې منشی هه ګو چيانګ د می په ١٤ نېټه وويل چين به د زلزلې زيان پراخېدو د مخنيوی او ژغورنې پانګې او توکيو د اداری او کارولو حالاتو په اړه اداره او څارنه پياوړی کړي چې په چټکه توګه مصيبت ځپلو وګړيو ته د ژغورنی توکيو د لېږدولو کارونو ضمانت وکړي او د رشوت په ګډون د فساد کړو وړو ته به سخته سزا ورکړی شي.
د خبر له مخې، د انضباطو د مرکزي کميټې د څارنې اداری د بسپنې ورکولو يو لړ فعاليتونه تر سره کړی چې له مصيبت ځپلو وګړيو سره مرستې وکړی او دغه راز په مصيبت ځپلو سيمو کې يې د انضباطو او څارنې اورګانونو د بيا جوړېدو لپاره لازم ملاتړ او مرسته کړی ده .