<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-15 17:40:05    
د بېجينګ اولمپيک لوبو په همکارو ښارونو کې به د شنه اسمان ورځو شمېر مخ په زياتېدونکی دی.

cri

ګرانو اورېدونکو، السلام عکليم! د پروګرام دغې کړۍ ته مو زه سپوږمۍ هرکلی کوم. د بيجينګ اولمپيک لوبو د فوټبال ځيني سيالۍ به د چين په شمال تيان جين ښار او د هه بې ولايت په چينګ هوانګ داو ښار کې او د بادي بيړۍ ټولې سيالۍ به د چين د ختيځ شان دونګ ولايت په چينګ داو ښار کې تر سره شي. د خبر له مخې، تيان جين، چينګ هوانګ داو او چينګ داو ښارونو د بېجينګ اولمپيک لوبو همکارو ښارونو په توګه د چاپيريال ساتلو په اړه زيات اغېزمن تدبيرونه نيولي چې له مخې يې د هوا کيفيت په پر له پسې توګه لوړ شوی او د شنه اسمان ورځو شمېر يې هم مخ په زياتېدو دی. د بېجينګ او اولمپيک پروګرام په ننۍ کړۍ کې به تاسو اورېدونکو ته په دې اړه معلومات وړاندې کړو.

هه بې ولايت چې له بېجينګ ښار څخه له دريو اړخونو چاپېر دی، د اوسپنو او فولادو په توليدولو کې د چين تر ټولو پياوړی ولايت دی، نو ځکه د هوا تر ټولو زيات ککړ توکي هم باسي. دغه ولايت د اولمپيک لوبو په ترڅ کې د هوا کيفيت ضمانت لپاره د هوا ککړتيا د کنترول په مهمو پروژو کې يو مليارډ او اووه سوه مليون يوانه لګولي دي. د بېلګې په توګه د تانګ شان اوسپنو او فولادو توليدولو ډلې چې په دغه ولايت کې تر ټولو لويه اړونده تصدي ده، تېر کال د انرژۍ سپمولو او ککړو توکيو ايستنې د کمښت لپاره شپږ سوه مليون يوانه لګولي او روان کال به په دې اړه اته سوه مليون يوانه پانګونه وکړي. د تانګ شان اوسپنو او فولادو توليدولو ډلې يو اړوند چارواکي ښاغلي وانګ باو جون زموږ خبريال ته وويل

موږ د شپږويشت مليون يوانو په لګولو سره د دودونو ليری کولو خپل سيستم تعديل کړی چې له امله به يې هر کال د دودونو ايستنې اندازه درې زر ټنه کمه شي. بر سيره پر دې، موږ هر کال د دوړو ايستنې اندازې د دوه زر ټنه اندازې کمښت لپاره د دودونو کنترول او ادارې په پروژه کې درې سوه مليون يوانه لګولي دي. نو ځکه زموږ د شاوخوا سيمې هوا کيفيت په څرګنده ښه والی موندلی دی.

دغه راز د هه بې ولايت چاپېريال ساتلو ادارې مشر ښاغلي جي جن های څرګنده کړه چې دغه ولايت د اولمپيک لوبو لپاره د هوا ککړتيا مخنيوي او کنترول په اړه د يوويشتو مهمو پروژو په سلو کې څه دپاسه اويا برخه بشپړه کړې ده. ده وويل

اوس موږ شپاړس پروژې بشپړې کړې چې د ټولو پروژو په سلو کې شپږ اويا اعشاريه دوه برخه يې نيولې ده. د اټکل له مخې، نورې پروژې به په ټاکلي وخت کې پای ته ورسېږي.

تيان جين ښار د بېجينګ ښار په شاوخوا سيمه کې د چټک پرمختګ په حال کې يو صنعتی ښار دی چې د بېجينګ اولمپيک لوبو د فوټبال ځيني سيالۍ به په کې تر سره شي. اوس تيان جين ښار د اولمپيک لوبو په ترڅ کې د ښه چاپېريال برابرولو لپاره د شنه اسمان په نامه د يوې پروژې په تر سره کولو بوخت دی چې له مخې به يې په عمده توګه د بريښنا توليدولو، د فلزاتو او نفتو توليدولو تصديو له خوا د ککړو توکيو ايستنه کنترول کړي. د تيان جين ښار د اقتصادي کمېټې سرچينو او چاپېريال ساتلو څانګې مشر ښاغلي وانګ جين ګانګ وويل

موږ اوس مهال د نايتروجن دوه اکسايد ايستنې کمولو پروژې د چټکولو او د بريښنا توليدولو تصديو د څارنې پياوړتيا لپاره کوښښ کوو چې د راتلونکي جولای له پنځلسمې نېټې مخکې به په سکرو سره د اوبو ايشولو لويو لوښيو په اړه د نايتروجن ايستنې او د لوګيو ليری کولو کارونه بشپړ شي او د اوبو ايشولو ټول کوچني لوښي او اړوند سامان الات به پاکه انرژي وکاروي.

د چين په ختيځ د شانګ دونګ ولايت په ساحلي ښار چينګ داو کې به د اولمپيک لوبو د بادي بيړيو سيالي تر سره شي. د چينګ داو ښار چاپېريال ساتلو څانګې د موټرونو له خوا د ککړو ګازونو او د پروژې په ځايونو او سړکونو کې د دوړو کنترول په شمول اغېزمن تدبيرونه نيولي چې له مخې يې د ځايی هوا کيفيت په ښه توګه ساتل شوی دی. د چينګ داو ښار د چاپېريال ساتلو ادارې مشر ښاغلي ګاو يان وويل

تېر کال په چينګ داو ښار کې د هغو ورځو شمېر درې سوه او درې دېرشو ته رسېدلی چې د هوا کيفيت يې د لومړۍ او دوهمې کچې معيارونو سره سمون خوري دی.