<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-15 18:16:55    
په سه چوان ولايت کې د زلزلې له پېښېدو وروسته د ژغورنې له روانو کارونو څخه څرګندېږی چې چين د ناورين له اغېزو سره د مقابلې توان لري

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مې په دوولسمه نېټه د چين په سه چوان ولايت کې د ريختر په کچه د اوه اعشاريه اته درجه زلزلې له پېښېدو وروسته، د چين حکومت په ګړندۍ توګه د ژغورنې په کارونو پيل وکړ چې په تاريخ کې تر ټولو چټک او منظم غبرګون ګڼل کېږی. د حکومت د ژغورنې تدبيرونو د خلکو زړونه ثابت کړي او د هېواد وګړيو او نړيوالې ټولنې لخوا ډېر ستايل شوي دي.

د ژغورنې له کارونو څخه لومړۍ د چين ګړندی او چټک غبرګون څرګندېږی. د زلزلې له پېښېدو وروسته، د چين د دولت رئيس هو جين تاو سمدلاسه د ژغورنې کارونو لارښوونه وکړه. صدراعظم ون جيا باو د زلزلې له پېښېدو يو نيم ساعت وروسته سمدلاسه ناورين ځپلې سيمې ته وخوځېد. له ناورين سره د چين د مقابلې سيستمونو په جلا جلا توګه د يوې بيړنۍ لايحې په پلی کولو پيل وکړ. له ناورين سره د م م د مقابلې ستراتيژيکو چارو د سکريتر دفتر مشر سلوانو برسينو وويل (اواز١)

له ناورين سره د چين د مقابلې چټک غبرګون د حيرانتيا وړ دی. د زلزلې له پېښېدو وروسته په څلورو ساعتونو کې د ژغورنې کارکوونکی په ناورين ځپلو سيمو کې وليدل شول. دغه کار ما ته ژوره خاطره پرې ايښې ده.

د ژغورنې له کارونو څخه د چين د همغږۍ پياوړی توان څرګندېږی. د زلزلې له پېښېدو وروسته د چين د زلزلې ادارې، د ملکي چارو وزارت، د ازادۍ بخښونکي پوځ، پوليسو او درملنې، ترانسپورت او مخابراتو په شمول بېلا بېلو ارګانونو په

ګړندۍ توګه په ګډه د ژغورنې کارونه پيل کړل او په دې توګه د ژغورنې ډېر شمېر کارکوونکي او مرستندويه مالونه په چټکه توګه زلزلې ځپلې سيمې ته ورسېدل. په همدی وخت کې د چين په بېلا بېلو ټولنو کې له زلزلې ځپلو وګړيو سره د بسپنې فعاليت پيل شو. د مې د څوارلسمې نېټې له غرمې وروسته تر څلورو بجو پوری بېلا بېلو ټولنو د اته سوه او اوه اويا مليون يوانو په ارزښت مرستندويه پيسو او مالونو بسپنه راغونډه کړې ده.

له ماشومانو سره د مرستې نړيوالې ټولنې د چينی پروګرام لومړي استازي وندهام جامس وويل په داسی وخت کې لږ شمېر هېوادونه کولای شی چې د چين په شان خپلې سرچينی او پاملرنه راغونډه کړي.

(اواز٢ د ژغورنې کارونو ځايی اوازونه )

د ژغورنې له کارونو څخه هم د چين اغېزمن عمليات څرګندېږی. په داسی ناوړو شرايطو کې چې هوا سخته وي او سړکونه ويجاړ شوی وي، د چين د ژغورنې ډلو د ډېرو ستونزو په حلولو سره په پښو، بيړيو او هليکوپترونو سره وختی او اغېزمن کارونه تر سره کړی. د مې د پنځلسمې نېټې تر سهار پوری د ژغورنې کارکوونکيو سرتيريو او پوليسو د سه چوان او ګان سو ولايتونو په ناورين ځپلو سيمو کې له کنډوالو څخه څه دپاسه ٥٥٠٠ ټپيان ژغورلي او ٥٠ زره وګړي يې لنډمهالو پناه ځايونو ته ليږدولي دي. پر دې سربيره، دوی په الوتکو سره ناورين ځپلو سيمو ته خوراکونه او د ژوند اړين سامان الات هم ليږدولي دي.

د ژغورنې له کارونو څخه د معلوماتو راغونډولو او خپرولو په برخو کې د چين توان هم څرګندېږی. د زلزلې له پېښېدو وروسته په لسو دقيقو کې د چين د زلزلې

ادارې په ګړندۍ توګه ټولنې ته اړوند خبرونه خپاره کړل چې له مخې يې خلک په چټکه توګه معلومات تر لاسه کړي او د انديښنې او ويرې له رامنځته کېدو څخه ډډه شوی ده.

د خبري رسنيو په اند، په دغه پېښه کې د چين ګړندۍ او اغېزمن تدبيرونه په وروستيو کلونو کې د نظام جوړولو له خپلو کارونو سره نژدی تړاو لري. د څينګ هوا پوهنتون د عامه کنترول پوهنځی کارپوه پنګ ځونګ چاو په دې اړه وويل

(اواز٣)

په دغه پېښه کې د چين ګړندي او اغېزمن تدبيرونه په وروستيو کلونو کې د نظام جوړولو له کوششونو سره نژدی تړاو لري. د بېلګې په توګه د معلوماتو خپرونه پر وخت وه او د زلزلې له پېښېدو وروسته د تازه معلوماتو تر لاسه کولو په اړه د وګړيو اړتيا پوره شوې ده.

د ژغورنې له کارونو څخه څرګندېږی چې د غبرګون ښودلو، ټولنيزې هڅونې او د معلوماتو خپرولو په برخو کې د چين تجربه پخه شوې ده. په بله ژبه ويل کېږی چې د چين حکومت د واکمنۍ او چارو کنترول توان پياوړی شوی دی.