د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند چين ګانګ د روانې مياشتې په ١٥ نيټه په بيجينګ کې خبريالانو ته وويل په سه چوان کې د زلزلې له پېښيدو وروسته نړيوالې ټولنې پراخه خواخوږی، تفاهم ، همدردی او ملاتړ ښودلی دی او د چين حکومت او خلک له نړيوالې ټولنې مننه کوي.
نوموړي وويل چې د روانې مياشتې د ١٥ نيټې له غرمې وروسته تر دوو بجو پوری د ١٥١ هيوادونو مشرانو او او ١٤ نړيوالو او سيمه ايزو سازمانونو په بېلابېلو لارو د چين حکومت اوخلکو ته خپله خواخوږی او ملاتړ څرګند کړی دی.
د ابتدايی شميرنې له مخې، چين د نړيوالې ټولنې له خوا سل مليون امريکايی ډالره مرستندويه پيسې او د لس مليون امريکايی ډالرو په ارزښت مرستندويه مالونه منلی دي.