د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د پاکستان لومړی وزير يوسف رضا ګيلانی د روانې مياشتې په ١٥ نيټه په دغه هيواد کې د چين له سفارت څخه ليدنه وکړه او په ځانګړی توګه يی په سه چوان ولايت کې د زلزلې د پېښيدو له امله خپله خواخوږۍ څرګنده کړه .
نوموړي د سفارت کارکوونکو او چينی او پاکستانی خبری رسنيو ته وويل :
زه د پاکستان د حکومت او خلکو په استازيتوب خواخوږي څرګندوم چې چين د سختې زلزلې له امله د سرومال ډېر زيانونه ليدلی دي. موږ ستاسو په شان خورا غمجن يو. د پاکستان او چين ترمنځ دوستی ټينګه او اوږده ده . پاکستان د دواړو خواوو ترمنځ ژورې دوستۍ ته ډېره پاملرنه کوي چې د وخت له ازموينو وتلې ده. پاکستان د چين د خلکو د سرومال زيانونه خپل زيانونه ګڼی. په دغه ستونزمن وخت کې د پاکستان حکومت او خلک له تاسو سره ولاړ دي او هم له تاسو څخه ملاتړ کوي. موږ به تروسې پوری تاسو ته مرستې برابرې کړو.