د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د ريختر په کچه د ٧ اعشاريه ٨ درجې زلزلې له پېښېدو وروسته په بېلا بېلو هېوادونو کې د چين نړيوالې راډيو اورېدونکو په جلا جلا توګه د ليکونو ، د تليفوني خبرو اترو او پر انترنيت د پيغامونو استولو له لاری له مصيبت ځپلو وګړيو سره خواخوږی څرګنده کړې ده. دوی هيله لري چې مصيبت ځپلي وګړي په کلک هوډ سره ستونزې له منځه يووسي او په دی برخه کې يې له نړيوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه کړې ده. دوی ويلی زلزله به د بېجينګ اولمپيک لوبو پر برياليتوب اغيزه ونه کړي.
د هند د شين رنګ او سولی په نامه د اورېدونکو کلب مشر چونی لال کايوارت د يو برېښناليک له لاری هيله څرګنده کړې چې چين به د پخوانۍ مودې په شان په لا چټکه او موثره توګه دغه مصيبت حل کړي.
د پاکستان، افغانستان او هند په ګډون د ځينو هېوادونو اورېدونکو هم په جلا جلا توګه د پيغامونو له لاری ويلي چې د بېجينګ اولمپيک سپورتي لوبې به په بريالۍ توګه تر سره شي.