<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-16 16:14:20    
ون جيا باو وويل په زلزله ځپلو سيمو کې د مړو شويو کسانو شمېرښايي له ٥٠ زرو څخه واوړي

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې: د چين صدراعظم ون جيا باو چې اوس په سه چوان ولايت کې د ژغورنې کارونو په لارښوونه او څارنه بوخت دی ،وويل د می د ١٥ نېټې له غرمې وروسته تر ٢ بجو پوری د سه چوان ولايت په مصيبت ځپلو سيمو کې ١٩ زره او ٥٠٩ تنه وژل شوی دي. د اټکل له مخې، د مړو شويو کسانو شمېر ښايي له ٥٠ زرو څخه واوړي ، ځکه چې تر اوسه پوری څه د پاسه ٢٠ زره تنه تر ورانو شويو ودانيو لاندی پاتی دي او زيات شمېر وګړي ورک شوی دی.

د می تر ١٦ نېټې پوری د چين مرکزی حکومت د ٣ مليارډ او ٤١٠ مليون يوانو په ارزښت د ژغورنې پانګې مصيبت ځپلو سيمو ته ورکړی او بېلا بېلو ټولنو د يو مليارډ او ٣ سوه مليون يوانو په ارزښت نغدی پيسی او توکي راغونډ کړي دي.