<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-16 16:23:22    
په بېلا بېلو هېوادونو کې چينايانو په پر له پسی توګه د چين له مصيبت ځپلو سيمو سره د مرستې په موخه بسپنه راغونډه کړی ده

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د می په ١٢ نېټه د چين د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د ريختر په کچه د ٧ اعشاريه ٨ درجې زلزلې له پېښېدو وروسته په بېلا بېلو بهرنيو هېوادونو کې چينايانو ، د چيني پانګه والو سازمانونو ، په بهر کې د چين سفارتونو او چيني زده کوونکو په پر له پسی توګه د چين له مصيبت ځپلو سيمو سره د مرستې په موخه بسپنه راغونډه کړی ده .

په وروستيو ورځو کې د روسيې، ايتاليا، هنګری، فليپين، برازيل، چيلی او ماليزيا په ګډون په ځينو هېوادونو کې د چينايانو ډلو او شخصی وګړيو د بسپنې راغونډولو بېلا بېلو فعاليتونو له لاری د سه چوان ولايت له مصيبت ځپلو سيمو سره مرستی او بسپنه کړی چې په کې په برازيل کې د چينايانو د بسپنې نغدی پيسی څه نا څه يو مليون يوانو ته رسيدلی دی.