د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د ريختر په کچه د ٧ اعشاريه ٨ درجې زلزلې له پېښېدو وروسته نړيوالې ټولنې په وروستيو ورځو کې په جلا جلا توګه د چين زلزله ځپلو سيمو ته بسپه او مادی مرستې راغونډې کړی چې د زلزلې زيان پراخېدو د مخنيوی او ژغورنی لپاره د چين حکومت او وګړيو د کوښښونو ملاتړ وکړی.
په وروستيو ورځو کې د ناروی ، اسپانيا، بلجيم، فرانسی او يونان په ګډون د ځينو هېوادونو حکومتونو او د م م د پناه وړونکو چارو اداری په جلا جلا توګه پړيکړه وکړه چې چين ته د ژغورنې په موخه بسپنه ورکړی .
بر سيره پر دی دبريتانيا، هالند، سويزرلنډ، ترکمنستان ، اتريش او وينزويلا په ګډون د ځينو هېوادونو مشرانو او د رومانيا، لوګزرنبورګ ، مکسيکو او ماليزيا په ګډون د ځينو هېوادونو سياستوالو هم په جلا جلا توګه له چينايانو سره همدردی څرګنده کړی ده. دوی باور لري چې د چين وګړي به د خپل حکومت په مشرۍ ستونزې له منځه يوسي.