د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د چين د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د ريختر په کچه د ٧ اعشاريه ٨ درجې زلزلې له پېښېدو وروسته نړيوالې ټولنې په وروستيو ورځو کې په جلا جلا توګه د چين زلزله ځپلو سيمو ته بسپنه او مادی مرستې راغونډې کړی چې د زلزلې زيان پراخېدو د مخنيوی او ژغورنی لپاره د چين حکومت او وګړيو د کوښښونو ملاتړ وکړی.
د جاپان د ژغورنې ٣١ کسيزه ځانګړی ډله د می د ١٦ نېټې سهار په ٩ بجو ٤٥ دقيقو د زلزله مصيبت ځپلی سيمې ګوانګ يوان ښار او د چينګ چوان ولسوالی ګوان جوانګ ښارګوټی ته ورسيده . دا د ژغورنې لومړنۍ بهرنۍ ډله ده چې د سه چوان ولايت په مصيبت ځپلو سيمو کې د ژغورنې په فعاليتونو کې ګډون کوی.
د می په ١٦ نېټه سهار د ژغورنې مادی مرستې د پاکستان د دوو لېږدونکو الوتکو له لاری له راولپيندی څخه د چين د سه چوان ولايت مصيبت ځپلو سيمو ته ورسېدې.