د سين هوا اژانس د خبر له مخې: د چين د کمونست ګوند د مرکزی کميټې عمومی منشی، د دولت رئيس او د مرکزی پوځي کميټې رئيس هو جين تاو د می په ١٦ نېټه سهار د يوې الوتکې له لاری د سه چوان ولايت مصيبت ځپلو سيمو ته ورسېد چې له مصيبت ځپلو وګړيو سره خپله خواخوږی څرګنده کړي ، د ژغورونکو ځواکونو ، پوليسو او له طبي کسانو سره وګوري او د زلزلې زيان پراخېدو د مخنيوی او د ژغورنې کارونو لارښونه وکړي.
رئيس هو جين تاو وويل اوس مهال د ژغورنې کارونو لپاره يو ډېرمهم وخت دی، بايد تر وسی پوری ټولې ستونزې له منځه يووړل شي او د زلزلې زيان پراخېدو د مخنيوی او د ژغورنې چارو د برياليتوب لپاره کوښښ وشي.