د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: د می په ١٢ نېټه د چين د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د ريختر په کچه د ٧ اعشاريه ٨ درجې زلزلې له پېښېدو وروسته په بېلا بېلو هېوادونو کې د چين سفارتونو چارواکيو او چينايانو په فعاله توګه بسپنه راغونډه کړی چې د مصيبت ځپلو سيمو د رغولو او د وګړيو ژوند د ثبات لپاره خدمتونه وکړي. له شمېرنی سره سم، د بريتانيا، روسيې او ايتاليا په ګډون په بېلا بېلو هېوادونو کې چينايانو له بېلا بېلو لارو د سه چوان ولايت مصيبت ځپلو سيمو ته د ١٦٠ مليون يوانو په ارزښت بسپنه او توکي ورکړی دی.
د چين د دولتی شورا د اړوند دفتر مرستيال ما ژو پی د می په ١٦ نېټه سهار په بېجينګ کې خبريالانو ته وويل مونږ به په يو شمېر هېوادونو کې د چينايانو مينه او زياته مرسته مصيبت ځپلو سيمو ته ورکړو چې ستونزی يې له منځه يووسي.