<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-16 18:14:38    
د چين هنري فيستيوال

cri

چين او عربي هېوادونه لرغونی تمدن او کلتور لري ، له کلونو کلونو راهيسی د وريښمو اوږده لار د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د يوې نښې په توګه ګڼل کېږي او د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د هنري فيستيوالونو د جوړولو نظام ورځ په ورځ بشپړېږي. د چين هنري فيستيوال د ٢٠٠٨ کال د عربي هېوادونو د کلتوري ښار په نامه د يو فعاليت په توګه د اپريل له ٢ نېټې څخه د جون تر ١٠ نېټې پوری د سوريی په پلازمېنه دمشق کې تر سره کېږي .

د چين د ګان سو ولايت د اوپيرا نندارځی او د چين د هو نان ولايت د اکروباتيک ډله به د هنري فيستيوال په ترڅ کې نندارچيانو ته ځلانده ننداری وړاندی کړی . بر سيره پر دی به د هنري فيستيوال په ترڅ کې د اولمپيک سپورتي لوبو په اړه د عکسونو نندارتون او د چين د لاسی صنايعو د توليداتو نندارتون هم تر سره شي .

د دمشق - د ٢٠٠٨ کال د عربي هېوادونو د کلتوري ښار فعاليت د تشکيلاتي کميټې سرمنشې مېرمن حنان قصاب حسن وويل چين به کنسرټونه، نڅاوې او د سوريی وګړيو د پاملرنی وړ د چيني لاسی صنايعو د توکيو نندارتونونه جوړ کړی . دمشق پخوا د ورېښمو پر لرغونې لار پروت و چې له اوږدی مودی راهيسی له چين سره نژدی اړيکی لری . دغه راز د سوريې ځيني مشهورې هنري ډلې به له چين څخه ليدنه وکړي چې چينايانو ته د دمشق نيکې هيلې ورسوي.

په سوريه کې د چين سفير لی هوا شين د هنري فيستيوال په پرانيستونکو مراسمو کې باور څرګند کړ چې د دغه فعاليت له امله به د چين او سوريې او د چين او عربي هېوادونو ترمنځ متقابل پوهاوی او دوستي پياوړی شي .

د سوريې د کلتوري چارو وزير رياض ناسان اغا وويل دعربي هېوادونو او چين ترمنځ د سپيڅلی دوستۍ او همکارۍ له امله د سوريې او چين ترمنځ اړيکيو په پر له پسی توګه پرمختګ کړی دی . د٢١ پيړۍ له پيل راهيسی د چين او عربي هېوادونو ترمنځ اړيکی په تېره بيا د سوريې او چين ترمنځ اړيکی يو نوی پړاو ته رسيدلی دی.

په سوريه کې د چين کلتوري سلاکار نی ګوو ان وويل د چين هنري فيستيوال د چين او سوريې او د چين او عربي هېوادونو ترمنځ د کلتوري تبادلی لپاره ستر اهميت لري.