د سين هوا اژانس دخبر له مخې، د چين صدر اعظم ون جيا باو د مې په شپاړسمه نېټه څرګنده کړه موږ بايد د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالي کې د سختې زلزلې په وړاندې د چين ټول ځواکونه سره يو ځای کړو، د کسانو ژغورنې ته لومړی اهميت ورکړو او د زياتو ستونزو په ليری کولو سره د زلزلې له زيانونو سره پر مقابلې ټينګار وکړو.
صدر اعظم ون جيا باو دغه څرګندونې په همدې ورځ بېرته بېجينګ ته له راستنېدو مخکې خبريالانو ته وکړې. ده وويل چې د چين حکومت په مخکني پړاو کې د هېواد له بېلا بېلو ځايونو څخه څه دپاسه سل زره تنه سرتېري راغونډ کړي چې تر اوسه پورې ټولو ناروين ځپلو سيمو ته رسېدلي دي. پر دې سره بېره د چين حکومت په ناورين ځپلو سيمو کې د ترانسپورتي ستونزې ليری کولو په موخه څه دپاسه سل چورلکې کارولي چې زيات ټپيان، طبي کارکوونکي او ژغورنې مالونه يې لېږدولي دي.
صدر اعظم ون جيا باو په تېرو پنځو ورځو کې د سه چوان ولايت ټولو ناورين ځپلو سيمو ته تللی دی.