<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-16 18:06:56    
د روسيې دملي ادبياتو مشهور ليکوال الکساندر سيرګيويچ پوشکين

cri

الکساندر سيرګيويچ پوشکين د روسيې د ملي ادبياتو د پلار په حيث بلل کيږي ، که څه هم د روسيې په ادبياتو کې د پوشکين نه مخکې زيات مشهور شاعران هم موجود وو ، خو پوشکين لومړني ليکوال و چې د روسيې د فولکلوري ادبياتو څخه يې په پوره الهام سره اثار وليکل او اثار يې په نړۍ کې ستره اغيزه رامنځته کړه ٠

د پوشکين لخوا د شعر په شکل ليکل شوي داستان ايپوګيني اونيکين د روسيې د رياليستي ادبياتوڅخه يو بنيادي اثر دی ، په دې اثر کې په نولسمه پيړۍ کې د روسيې د پيتربورګ د ښار او د کليو ټولنيز ژوند منعکس شوې دی ، ځينو ليکواﻻنو نوموړي اثر ته د روسيې د ژوندانه د دايره المعارف لقب ورکړ ٠

الکساندر سيرګيويچ پوشکين د ١٧٩٩ کال د جون په ٦ نيټه د مسکو په يوې اشرافي په کورنۍ کې وزيږيد او د ١٨٣٧ کال د فبروري په لسمه نيټه يې په سان پيتربورګ کې له دنيا څخه خداي په اماني وکړه ٠

پوشکين د اته کلنۍ په وخت کې په فرانسوي ژبه د شعرونو په ليکلو پيل وکړ ، په ١٨١٧ کال کې پوشکين د روسيې د بهرنيو چارو په وزارت کې کارکاوه ٠ د ځوانيتوب په موده کې هغه د ازادي د ستاينې او د تزار د پاچا د ظلم سره د مخالفت دپاره زيات سياسي شعرونه وليکل ، دده لخوا ليکل شوي سياسي شعرونو په مترقي ځوانانو کې لويه اغيزه درلوده ، په هغه موده کې پوشکين د ازادي غوښتونکي غورځنګ د نطاق په نامه رول لوباوه ، دده لخوا ليکل شوي اوږد شعر چې روسلان او ليودميلا نوميده د روسيې د عنعنوي اشرافو ادبياتو ته چلينج ورکړ ، د پوشکين د

مترقي ايديالوجي او ټولنيزي اغيزې له امله د روسيې پاچا تزار پريکړه وکړه چې

پوشکين د روسيې جنوبي برخې ته تبعيد وکړي ، د تبعيد په موده کې پوشکين د دسمبر په نامه دګوند د غړو سره نژدې اړيکې ټينګې کړې ، د روسيې په جنوب کې ښکلي او په زړه پورې طبيعي منطرې او د محلي اوسيدونکو ځانګړي رسم رواج د پوشکين د شعرونو د ليکلو تاوده احساسات راپارول ، د تبعيد په څلورو کالو کې د پوشکين لخوا ليکل شوي شعرونه د رومانيزم له روحيې څخه ډک دي ، که څه هم پوشکين د روسيې په جنوب کې څلور کاله تيرکړل ، خو دده سياسي دريځونه هيڅ بدلون ونه موند ، هغه په پر له پسي توګه د تزار د ظلم په ضد مقالې او شعرونه وليکل ٠

د ١٨٢٦ کال د سپتمبر په مياشت کې د روسيې پاچا تزارلومړي نيکولا پوشکين ته عفوه ورکړه او پوشکين يې مسکو ته بيرته راوغوښت او هيله يې وکړه چې پوشکين د حکومت سره همکاري وکړي ، پوشکين يواشراف انقلابي شاعر و ، هغه ازادي غوښتله ، د خلکو د سخت ژوندسره يې همدردي کوله ، او د تزار د ظلم سره يې مخالفت کاوه ، خو هغه د شاهي رژيم سره مخالفت نه درلود ، دده سياسي ارمان دا و چې په روسيه کې مشروطه سلطنت رامنځته شي ، نو ځکه هغه د تزار لومړي نيکولا شرائط ومنل چې د حکومت په ضد نورې مقالې او شعرونه ونه ليکي ، مګر هغه په ټول عمر کې د تزار د حکومت سره کومه همکاري ونه کړه ٠

د ١٨٣٠ کال د مې په مياشت کې پوشکين د نجلۍ ګانڅالووا سره نکاح وکړ ٠ په دې کال کې پوشکين د ايپوګيني انيکين په نامه د اوږد شعر په شکل داستان وليکه ، نوموړي داستان د پوشکين د ډيرو زياتو اثارو څخه يو مشهور نمونوي اثر دی او

د روسيې لومړني رياليستي اثار په توګه شميرل کيږي ٠

پوشکين په ١٨٣١ کال کې د نجلۍ ګانڅالووا سره واده وکړه او بيا يې د روسيې د بهرنيو چارو په وزارت کې کاروکړ٠ د ١٨٣٦ کال د اکتوبر په مياشت کې پوشکين يو بل اوږد داستان وليکه چې نوم يې دی د لومړي بريدمن لور ، په دې داستان کې په اتلسمه پيړۍ کې د روسيې د بزګرو د ياغي کوونکو د مشر پوګاچوف عادل او توريالی صورت مجسم شوی دی ، د پوشکين اثار په زياتو خارجي ژبو کې ژباړل شوي او د نړۍ پر ادبياتو باندې يې لويه اغيزه کړيده ٠

د پوشکين د مړينې نه وروسته د هغه د يادګيرنې دپاره د مسکو ښار په مرکز کې پخواني ډګر د پوشکين په نامه ونومول شو او په نوموړي ډګر کې د پوشکين يوه مجسمه هم ودروله شوه چې د مسو څخه جوړه شوي او څه دپاسه څلور متر لوړوالی لري ٠