<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-16 18:08:49    
چين په زلزلې ځپلو سيمو کې د طبی ژغورنې او د ناروغيو مخنيوی په کارونو بوخت دی

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين په سه چوان ولايت کې د زلزلې له پېښېدو وروسته، د چين د روغتيا وزارت سمدلاسه د يوې بيړنۍ لايحې په پلی کولو پيل وکړ. د زلزلې پېښېدو د همدې ورځې په شپه دغه وزارت يوه اووه سوه کسيزه طبی ډله جوړه کړه چې په دويمه ورځ زلزلې ځپلې سيمې ته ولېږل شوه. په وروستيو ورځو کې هره ورځ نژدی زره تنه طبی کارکوونکي د هېواد له ګوټ ګوټ څخه زلزلې ځپلو سيمو ته رسيدلي دي. د مې د پنځلسمې نېټې تر اتو بجو پوری د طبی ژغورنې ډلې د سه چوان ولايت ټولو ناورين ځپلو ولسواليو او علاقه داريو ته د مرستې لپاره رسيدلې دي. د چين مرکزي حکومت د درملونو او طبی تجهيزاتو د اخيستلو او ليږدولو د ضمانت لپاره شپږ سوه مليونه يوانه ځانګړې کړي دي.

له زلزلې ځپلو سيمو او وګړيو سره د مرستو لپاره د چين د دولتي شورا د لارښوونې ادارې د ناروغۍ د مخنيوی ډلې مشر ګاو چيانګ د مې په پنځلسمه نېټه په بېجينګ کې په يوه خبري ناسته کې وويل د طبی ژغورنې ډلو موخه دا ده چې طبی ژغورنه، د ناروغيو مخنيوی او د درملنې مالونه بايد ټولو هغو ولسواليو او علاقه داريو ته ورسيږي چې د زلزلې له امله پکې سخت ځاني او مالي زيانونه رامنځته شوي دي. هغه وويل (اواز١)

که څه هم سړکونه ويجاړ شوی، طبی ډلې اړشوې چې په پښو او يا الوتکو د طبی ژغورنې کارکوونکي، د ناروغيو مخنيوی کارکوونکی او د درملنې مالونه هغو ټولو

ولسواليو او علاقه داريو ته وليږدوي چې د زلزلې له امله سخت ځاني او مالي زيانونه پکی رامنځته شوي دي. بايد په اغېزمنو تدبيرونو سره په زلزلې ځپلو سيمو کې د سختو ساري ناروغيو د رامنځته کېدو مخنيوی وشي.

هغه زياته کړه چې د طبی ژغورنې په ډلو کې د سيکالوجي لارښوونکی هم شامل دي، دوی به له ناورين ځپلو وګړيو سره د روحی او رواني ستونزو په برخه کې مرستې وکړي.

د روغتيا سيستم پر ډلو سربيره، د چين پوځ هم خپلې طبي ډلې جوړې کړې او زلزلې ځپلو سيمو ته يې ليږلي دي. په همدی وخت کې چينی پوځ د ستراتيژيکی زېرمې درمل او طبی تجهيزات ناورين ځپلو سيمو ته ليږلي دي. د دې ضمانت لپاره چې درمل او طبی تجهيزات پر وخت ناورين ځپلو وګړيو ته ورسيږی، چينی پوځ له ډېرو هليکوپترو څخه استفاده کړی ده. پر دې سربيره، هليکوپتر هم د ټپيانو ليږدولو دنده پر غاړه لري. د مې په پنځلسمه نېټه يوې هليکوپتر له ين شيو علاقه دارۍ څخه لس سخت ټپيان د پناه ځای ته ليږدولي دي. يو ټپی وويل (اواز٢)

ډېر خوښ يم. کله چې هليکوپتر راورسېد، معلومه شوه چې زه به وژغورل شم. د وړمې ورځې په شپه چې احساس وکړ چې ښايی ژر مړ شم، ځکه چې ډېره وينه مې له لاسه ور کړی وه .

له زلزلې ځپلو سيمو او وګړيو سره د مرستو لپاره د چين د دولتي شورا د لارښوونې ادارې د ناروغۍ د مخنيوی ډلې مشر ګاو چيانګ وويل که څه هم اوس د زلزلې له پېښېدو وروسته دوه اويا ساعتونه تېر شوي، خو حکومت به له زلزلې ځپلو وګړيو سره د ژغورنې له مرستو لاس وا نه خلي. په همدی وخت کې د روغتيا ادارې په ناورين ځپلو سيمو کې د اوبو سرچينو د ساتنې، د چاپېريال د عفونې پر ضد او د ساري

ناروغۍ د مخنيوی په کارونو پيل کړی دی. هغه وويل (اواز٣)

په زلزلې ځپلو سيمو کې مو د ناروغيو د مخنيوي په اړه بشپړه لايحه ټاکلی ده. ګڼ شمېر تجربه، مهارت او توان لرونکی طبی کارکوونکی د ناروغيو مخنيوی لپاره زلزلې ځپلو سيمو ته رسيدلي دي. تر اوسه پوری په زلزلې ځپلو سيمو کې سخته ساري ناروغۍ او د عامه روغتيا هېڅ ناڅاپه پېښې نه دي رامنځته شوی.

ښاغلي ګاو چيانګ وويل د زلزلې له پېښېدو وروسته ، د بېلا بېلو هېوادونو حکومتونو له چين سره ژوره خواخوږی وښوده او چين ته يې اړينې مرستې برابرې کړې. د چين حکومت له دوی څخه مننه کوی.

د چين صدراعظم ون جيا باو د زلزلې له پېښېدو وروسته سمدلاسه د ژغورنې کارونو د لارښوونې لپاره ناورين ځپلې سيمې ته روان شو. د چين د دولت رئيس هو جين تاو هم د مې په شپاړسمه نېټه له ناورين ځپلو وګړيو او د ژغورنې کارکوونکيو سره کتنې او له نژدې څخه د حالت ليدنې لپاره ناورين ځپلې سيمې ته ورسېد.