د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان دوه ليږدونکې الوتکې د مې د شپاړسمې نېټې په اوو بجو له مرستندويه موادو سره له راولپندی څخه د چين په سه چوان ولايت کې زلزلې ځپلې سيمې ته وخوځېدلې.
د پاکستان له ناورين سره د مقابلې ادارې مشر فاروق احمد خان وويل پر دغو مرستندويه موادو سربيره، پاکستان غواړی له چين سره نورې مرستې وکړي. دوی پرېکړه وکړه چې چين ته يو ګرځند روغتون وليږي، د چين لخوا له اجازې اخيستو وروسته به دغه ګرځند روغتون زلزلې ځپلې سيمې ته وليږي.
د معلوماتو له مخې، په دغو مرستندويه موادو کې دری سوه کېږدۍ، پنځه سوه کمبلونه، دری ټنه د څښک اوبه او څلور ټنه درمل شامل دی.