<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-16 18:18:51    
د چين، روسيې، هند او برازيل څلورو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په روسيه کې خبرې اترې وکړې

cri

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين، روسيې، هند او برازيل څلورو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د روسيې په يکاترينبورګ کې خبرې اترې وکړې. دغه څلور هېوادونه په نړۍ کې چې داسې هېوادونه بلل کېږی، د اقتصادي پرمختګ ښه راتلونکی لري. نو د دوی د بهرنيو چارو وزيرانو دغه خبرې اترې د پاملرنې وړ دي.

د ٢٠٠٦ کال په سپتمبر کې په نيويارک کې د م م عمومی اسامبلۍ په بهير کې د دغو څلورو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو د لومړي ځل لپاره خبرې اترې وکړې. دغه تازه خبرې اترې د روسيې په وړانديز تر سره کېږي. د خبرو اترو په بهير کې څلورو وزيرانو په عمده توګه د انرژۍ امنيت، نړيوالې اقتصادي وضعې او د څلورو هېوادونو تر منځ د همکارۍ د پياوړتيا په اړه بحث وکړ.

په دغو څلورو هېوادونو کې، چين، هند او برازيل لوی پرمختيايی هېوادونه دي او روسيه د پخوانی شوروی ټولنې يوه برخه وه او اوس د بيارغونې په موده کې ده. د چين په اقتصادي پرمختګ کې د ليدو وړ برياليتوبونو پر تر لاسه کولو سربيره، د هند اقتصاد له څه دپاسه لسو کلونو راهيسی کلنی زياتوالی په سلو کې شپږ يا اووه وه او په ٢٠٠٧ کال کې دغه شمېره په سلو کې اته اعشاريه نهو ته رسيدلی ده. د روسيې اقتصاد هم په وروستيو اوو کلونو کې ګړندی پرمختګ کړی دی. سږ کال په فبروری کې د روسيې اوسنی صدراعظم ولادمير پوتين د خپلې واکمنۍ په موده

کې د دغه هېواد د اقتصادي برياليتوبونو د يادونې پر وخت دې ته اشاره وکړه چې د روسيې کورنی توليدی ارزښت په سلو کې اتو ته رسېدلی او روسيه په نړۍ کې اووم لوی اقتصادي هېواد ګرځېدلی دی. د برازيل اقتصاد په ثابته توګه پرمختګ کړی او تېر کال يې اقتصادي پرمختګ په سلو کې پنځه اعشاريه څلور زيات شوی او د بهرنيو اسعارو زېرمه يې نژدی دوه سوه مليارډ امريکايی ډالرو ته رسيدلی چې د وړم کال په پرتله په سلو کې سل زياته شوی ده . د پېرولو منځنی توان له پلوه، دغو څلورو هېوادونو د نړيوال اقتصاد په زياتوالی کې نيمه برخه رول لوبولی دی.

د يوې اړوندې شمېرنې له مخې، تر ٢٠٢٥ کال پوری به د دغو څلورو هېوادونو اقتصادي اندازه د امريکا، المان، جاپان، بريتانيا، فرانسې او ايتاليا شپږو پرمختلليو هېوادونو د اقتصادي اندازې څه نا څه نيمه برخه ونيسی. د اټکل له مخې، په هغه وخت کې به چين او هند د توليداتو په جوړولو او خدمتی چارو کې پياوړی هېوادونه وګرځي ، روسيه او برازيل به د انرژۍ او سرچينو صادراتو په برخه کې عمده رول ولوبوي.

څېړونکيو دې ته اشاره کړې چې د دغو څلورو هېوادونو ابادي د نړۍ د پرمختګ له تمايل سره سمون خوری. له دې امله چې د دغو څلورو هېوادونو د پرمختګ شکل او سرعت له پرمختيايی هېوادونو سره زيات توپير لري، نو لوېديځ هېوادونه په دې انديښنه کې دي چې اقتصادي مقام يې له ګواښ سره مخامخ شي. خو دا يو واقعيت دی چې دغه هېوادونه د سوله ايز پرمختګ لار غوره کوی. دوی له لوېديخو هېوادونو سره هم سيالی او هم همکارۍ کوی، خو مقابله ور سره نه کوی.

د څېړونکيو په اند د دغو څلورو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو دغه خبرې اترې د خپل منځۍ همغږۍ نظام جوړولو او د ګډو ګټو د ساتنې لپاره ګټورې دي.