د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين په سه چوان ولايت کې د سختې زلزلې له پېښېدو وروسته، نړيوالې ټولنې د چين حکومت او وګړيو د ژغورنې کارونو ملاتړ کوی. يو شمېر نړيوالو او سيمه ايزو سازمانونو د چين د اغېزمنو او چټکو کارونو ډېره ستاينه وکړه.
د روغتيا نړيوال سازمان د ناروغۍ کنترول او د بيړنيو بشري پېښو پروګرام کارپوه ستيفن مارتين د مې په څوارلسمه نېټه وويل د چين حکومت د ژغورنې کارونه ډېر چټک او اغېزمن دي چې د ساري ناروغيو په مخنيوی کې خورا زيات اهميت لري.
د سره صليب او سرې مياشتې نړيوالې ټولنې له ناورين سره د مقابلې ادارې چارواکي کيکلون د مې په پنځلسمه نېټه په ژنيو کې وويل د زلزلې له پېښېدو وروسته د چين حکومت ګړندی غبرګون څرګند کړ او پر وخت يې د پوځونو په شمول بېلا بېلې سرچينی وکارولې چې له مخې يې ډېرې ستونزې حل شوي دي.
د افريقايی ټولنې مشر جين پينګ د مې په پنځلسمه نېټه وويل دوی د چينايانو د کوششونو ستاينه او ملاتړ کوی. هيله ده چې ټپيان په نژدی وخت کې بېرته روغ شي.