د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د سه چوان ولايت د سيلانۍ ادارې مشر جانګ ګو د مې په شپاړسمه نېټه په چنګ دو ښار کې زموږ د راډيو له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل د مې د پنځلسمې نېټې د شپې تر نهو بجو پوری د دې خبر پخلی شوي چې ٤٤ تنه سيلانيان د دغې زلزلې په بهير کې وژل شوي دي. اوس د دوی د مړينې په اړه کارونه روان دي.
له دې مخکې د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي وو د يوې شمېرنې له مخې، د زلزلې په مهال ٩٣ تنه بهرني سيلانيان په سه چوان ولايت کې په سيلانۍ بوخت وو. د مې د پنځلسمې نېټې تر غرمۍ پوری د دې خبر پخلی وشو چې ٤٥ تنه بهرنی سيلانيان په امنيت کې دي.