د سين هوا اژانس دخبر له مخې، د چين د دولت رئيس هوجين تاو د روانې مياشتې په ١٦ نيټه په سه چوان ولايت کې زلزلې ځپلو سيمو ته ورسيد او د ميان يانګ ښار د نان جياو په هوايی ډګر کې يی يوه غونډه ترسره کړه. د دولت رئيس بيا له لومړی وزير ون جيا باو او د کمونست ګوند د مرکزی کميټې له اړوندو مشرانو سره يو ځای د زلزلې ځپلو سيمو د ژغورنې کارونو څيړنه او لارښوونه وکړه.
ون جيا باو د دغې زلزلې د ځانګړتياوو، د ناورين ځپنې حالاتو، په تېره موده کې د ژغورنې کارونو په اړه عمومی حالات، اوسنی ستونزې او په راتلونکې موده کې د کارونو مهم ټکی بيان کړل. هوجين تاو لارښوونه وکړه چې بايد د زلزلې ځپلو سيمو د ژغورنې کارونو ته دوام ورکړي شی.
له دغې غونډې وروسته هوجين تاو سمدلاسه د بۍ چوان د چيانګ قوم خپلواکې ولسوالی ته وخوځيد چې په دغه زلزله کې سخته زيانمنه شوې ده.