د چين نړيوالې راډيو دخبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند چين ګانګ د روانې مياشتې په ١٦ نيټه په بيجينګ کې وويل چې د می په ١٢ نيټه په سه چوان ولايت کې د زلزلې له پېښيدو وروسته ګڼ شمير هيوادونو په جلا جلا توګه دغو سيمو ته مرستندويه مالونه برابر کړي او د چين حکومت د دغو مرستو هرکلی او مننه کوي.
نوموړی وويل چې د چين د بهرنيوچارو وزارت او بېلابېلې کنسولګرۍ د بهرنيو حکومتونو او نورو حکومتی سازمانونو د بسپنې چارې ترسره کوي او دغه وزارت به ژر ترژره د منلو اړوندې چارې ترسره او زلزلې ځپلو سيمو ته وسپاری.