د سين هوا اژانس دخبر له مخې، د چين په سه چوان ولايت کې د سختې زلزلې له پېښيدو وروسته چې د خلکو د سرومال ډېر زيانونه يی اړولي، ځينو بهرنيو خبری رسنيو په وروستيو ورځو کې د ليکنو په خپرولو سره د زلزلې په مقابل کې د چين د حکومت د ځواکمن ، چټک او مناسب غبرګون ستاينه کړې ده.
د اندونيزيا نړيوالې ورځپاڼې د روانې مياشتې په ١٦ نيټه په يوه ليکنه کې وويل چې د زلزلې له پېښيدو وروسته د چين حکومت په چټک او اغېزمنه توګه تدبيرونه نيولی او بشری امنيت ته يی ترټولو ډېر اهميت ورکړی دی. اوس د چين ټولنه ثابته او خلک ارام دي او له دی نه څرګنديږي چې د چين حکومت له خوا نيول شوي اړوند تدبيرونه سم او موثر دي.
د فرانسې د اروپايی ورځپاڼې د روانې مياشتې په ١٦ نيټه په يوه تبصره کې ويلی چې په سه چوان کې د زلزلې له پېښيدو وروسته د چين حکومت او خلک په ګډه له غمونو سره مقابله کوي او د چين ملت د ناورينونو په مقابل کې ستره ملی روحيه څرګندوي.