د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جاپان، روسيې او کوريا جمهوريت د ژغورنې ډلې د مې په شپاړسمه نېټه په وار سره د سه چوان ولايت ناورين ځپلو سيمو ته ورسېدې او د ژغورنې په خپلو کارونو يې پيل وکړ.
د جاپان ژغورنې ډله د رسېدنې لومړۍ ډله وه چې يو دېرش تنه غړي يې د سه چوان ولايت په چينګ چوان ولسوالي کې په خپلو کارونو پيل وکړ.
د کوريا جمهوريت د ژغورنې اووه څلويښت کسيزه ډله په شپاړسمه نېټه ماښام چنګ دو ښار ته ورسېده.
برسېره پر دې، ژغورنې لپاره د روسيې يو پنځوس کسيزه ډله د شپاړسمې نېټې له غرمې وروسته په پنځو بجو او دېرشو دقيقو د چنګ دو ښار شوانګ ليو هوايی ډګر ته رسېدلې او د دغه هېواد د ژغورنې دوهمه اووه څلويښت کسيزه ډله به په اوولسمه نېټه سهار وختی چنګ دو ښار ته ورسېږي.