د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په وروستيو څو ورځو کې د يو شمېر هېوادونو مشرانو په بېلا بېلو لارو چارو په سه چوان ولايت کې د سختې زلزلې له امله له چين سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
د فليپين، سريلانکا، اندونيزيا، بوتسوانا، توګو، کنيا، مالاوی، مالی، ناميبيا ، هيرځګوينا، مالتا، دومينيکان او سورينام ولسمشرانو او د سعودی عربستان او بحرين پاچاهانو د چين د دولت رئيس هو جين تاو ته خواخوږي څرګنده کړې ده.
د قرغزستان، مصر، لبنان، رواندا، رومانيا، ارجنتيان، کيوبا د پارلمانونو مشرانو هم د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمی کمېټې مشر وو بانګو ګو ته خواخوږي څرګنده کړې ده.