<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-17 17:34:51    
موږ او اورېدونكي

cri

عمران – السلام عليكم قدرمنو اورېدونكيو، زما امان الله عمران نېكې هيلې ومنئ، لوى خداى وكړي چې تاسې ټول روغ او خوشاله وئ او هم په خير او نېكمرغۍ سره خپل ژوند پر مخ بيايئ، د موږ او اورېدونكي پروګرام وخت دى او زه يې اورېدو ته ستاسو هركلى كوم. نو هيله ده تر پايه راسره پاتې شئ. دا ځل د پروګرام ځانګړې كړۍ ده، تاسې به ټول خبر وئ چې د تېرې دوشنبې په ورځ يوې زورورې زلزلې د چين په جنوب لوېديځ سه چوان ولايت كې په پراخو سيمو كې خورا زياته ويجاړي رامنځته كړې ده. د زلزلې مركز د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ كې و چې تر ټولو زياته زيانمنه شوې ده. د بېچوان ولسوالي هم نژدې په بشپړه توګه ويجاړه شوې ده، د دغه ولايت په نورو بېلابېلو سيمو او ښارګوټيو لكه شيفانګ، دوجيانګ يان، ميان يانګ وراني له اټكل نه وتلې ده. ښوونځي، روغتونونه، فابريكي او د استوګني په مليونونو كورنه نړېدلي دي. دغه موده په چين او نړۍ كې د وګړيو لپاره د غم او درد شېبې دي. د زلزلې له پېښېدو وروسته، د چين د دولت رئيس هو جين تاو سمدلاسه د ژغورنې کارونو لارښوونه وکړه. صدراعظم ون جيا باو د زلزلې له پېښېدو يو نيم ساعت وروسته سمدلاسه ناورين ځپلې سيمې ته وخوځېد. دغه راز له ناورين سره د چين د مقابلې سيستمونو په جلا جلا توګه د يوې بيړنۍ لايحې په پلی کولو پيل وکړ. د مې په شپاړسمه نېټه د دولت رئيس هوجينتاو هم سه چوان ولايت ته وخوځېد چې د ژغورنې له كاركوونكيو سره او روان حالت له نژدې وګوري. سه چوان ولايت په خپله د وګړيو او مساحت له پلوه په چين كې له لويو ولايتونو څخه شمېرل كېږي. د دغه ولايت ځمكنۍ پراخوالى ۴۸۰ زره كيلومترو ته رسېږي، او نفوس يې شاوخوا سل ميلونه اټكل شوى دى. سه چوان ولايت په چين كې د سيلانۍ مهم ځاى دى، چې د چين دننه او بهر څخه د كال په بېلا بېلو موسمونو كې ګڼ شمېر سيلانيان ورځي. هلته د پنډا استوګنې يوه مشهوره طبعي سيمه هم شته. دا چې زلزله ډېره زوروره وه او د رېختر په كچه يې ځواك ۷ عشاريه اته يا اووه عشاريه نهو ته رسېده، نو ځكه يې د ورانۍ او دغه راز د مرګ ژوبلې اندازه خورا زياته وه. د چين د دولتي مشرتابه تر څارنې لاندې د ژغورنې كارونه او چارې دوام لري، ګڼ شمېر هېوادونو هم بسپنه او مرستندويه مالونه ځپل شوې سيمې ته استولې دي، موږ په خپل وار هيله لرو چې چين او د چين ولس د زلزلې له دغه ناورين څخه ژر ووځي، ټپيان بېرته روغ شي، دغه غم هير كړي او ورانه شوې سيمه بېرته اباده او ودانه كړي. درنو اورېدونكيو د زلزلې او هم د ژغورنې كارونو په اړه به خبرونه زموږ د خپرونې او پروګرامونو له لارې اورئ، تاسې زموږ پر وېبپاڼه د زلزلې او ژغورنې چارو په اړه مفصل راپورنه لوستلى او دغه راز انځورونه هم كتلى شئ. د اورېدونكيو له خوا خورا ډېر ليكونه رارسېدلي دي، اوس به يو څو ليكونه ولولو.

- لومړى سيد اعظم عزيزي بخارايي ليك را اخلم چې له كابل څخه يې را استولى دى. له سلامونو وروسته يې يو ځل بيا هم د نوي لمريز كال د رادبركېدو مباركي ويلي چې د نوموړي په يو بل ليك مو ورته خپره كړې وه. بيا وايي: ستاسې څخه مننه كوم چې تېره اوونۍ مو زما ليكونه خپاره كړل. ستاسې له خوا را استول شوي مطبوعاتي توكي راورسېدل، ستاسو څخه ډېره مننه. اورېدونكى عزيزي بيا وايي: ستاسو د راډيو له څپو څخه مې واورېدل چې په كابل پوهنتون كې د چيني ژبې د زده كړې څانګه پرانيستل شوې ده، موږ هر څومره كوشش وكړ چې ويې مومو، خو بريالي نه شوو. ايا دا يو بېله مستقله څانګه ده او كه له كومې بلې څانګې سره په ګډه كار كوي، لطفا معلومات راكړئ او موږ له هغوى سره وصل كړئ. نو قدرمنه عزيزي، موږ ته هم پوره معلومات نه شته، تاسې كولى شئ چې په كابل پوهنتون كې له اړوندې څانګې څخه پوښتنه وكړئ. اورېدونكى عزيزي بيا يو څو وړانديزونه ليكي او وايي: مهرباني وكړئ د سندرو لپاره يو جلا او بېل پروګرام پيل كړئ او د اورېدونكيو په خوښه سندرو سره يې په اوونۍ كې يو يا دوه ځله خپور كړئ، دغه كار د اورېدونكيو لپاره په زړه پورې دى چې له مخې به يې د ليكونو له لارې سندرې خوښوي. بل د موږ او اورېدوني په پروګرام كې يوازې ليكونه خپاره كړئ، نوموړى د خپل ليك په پاى كې وايي: زماسره د برېښناليك له لارې تماس ونيسئ، او د استاذ ناشناس يوه سندره راته خپره كړئ.

- په كوهاټ كې له ګمكول دويم شمېره كمپ څخه د شينواري كلب مشر حضرت الله همكار هم يو ليك را استولى دى. د سي ار اى راډيو ټولو كاركوونكيو او اورېدونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ډېره موده شوه چې ستاسو له خوا كوم ليك نه دى راغلى، لامل يې څه دى، ايا تاسو له موږ څخه خپه شوي ياست يا كوم بل سبب دى. بيا وايي: شينوارى كلب به تل ستاسې سره خپله قلمي همكاري ټينګه ساتي، موږ د سي ار اى راډيو پښتو خپرونې سره ډېره مينه لرو او ستاسې د پرمختګ لپاره دعاګانې كوو.

- له پېښور څخه اورېدونكى الحافظ محمد بلال په خپل لنډ ليك كې د چين نړيوالې راډيو پښتو څانګې كاركوونكيو ته سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسې خپرونه او بېلابېل پروګرامونه په منظمه توګه اورو، خو موږ له تاسو نه يوه ګيله دا ده چې تاسو ما ته سند ولې نه را استوئ. مهرباني وكړئ ماته سند راواستوئ. اورېدونكى محمد بلال بيا د خپل ليك په پاى كې غوښتنه كوي او وايي: د چين اولمپيك لوبو معلوماتي هېندارې او رسالې راولېږئ چې د خپلو ملګريو تر منځ يې ووېشم.

- دغه بل ليك هم له پېښور څخه د سرحد پېشاوري لسنرز كلب غړي سلمان خان را استولى دى. له سلامونو وروسته يې ليكلي: د چين اولمپيك لوبې به په نژدې وخت كې په بېجينګ كې پرانيستل شي، تاسو ټول مهرباني وكړئ، دى وايي، چې زموږ ټولو ملګريو سره مرسته وكړئ، دى هم بيا د سند وراستولو غوښتنه كوي، نه پوهېږم مطلب يې د څه شي سند دى. اورېدونكى سلمان خان بيا د پوښتنپاڼې د ترلاسه كولو يادونه كوي او وايي: رالېږل شويو پوښتنو ته به ځوابونه ووايم، هيله ده موږ ته يې جايزې راولېږئ، خپرونه او پروګرامونه مو ډېر ښه دي او موږ يې په ډېره مينه اورو. اورېدونكى سلمان خان هم د خپل ليك په پاى كې غوښتنه كوي او وايي: مهرباني وكړئ زموږ ټولو ملګريو ته د پښتو هېندارې ګڼې، عكسونه، رسالې، د چين د كلتور او قومونو په اړه معلومات او داسې نور مواد راواستوئ.

- له ژوب څخه اورېدونكي داود بخت مندو خېل يو لنډ ليك را استولى دى. پښتو خپرونې ته يې سلامونه او نېكې هيلې وړاندې كړې او بيا يې ليكلي: د خپل ګران ملګري رفيع الله مندوخېل په لاس ستاسو د رېډيو مجلې په لاس راغلې، ډېر پرې خوښ شوم. بيا وايي: ما په پښتو كې اېم اې يا ماستري كړې، كه تاسو ته د ژوب په سيمه كې د خبريال اړتيا وي نو زه د خداى په مرسته حاضر يم. اورېدونكى داود بخت مندوخېل د خپل ليك په پاى كې ژمنه كوي او وايي: په خپلو نورو ليكونو كې به د خپلې شاعرۍ بېلګې هم درولېږم.

- دغه بل ليك را اخلم چې دا هم له پېښور څخه را رسېدلى دى. اورېدونكى عامر رضوان په كې ليكي: زه د چين نړيوالې راډيو كاركوونكيو ته د زړه له كومي سلامونه وايم او مننه كوم ، هيله ده، دى وايي، چې تاسو به زما سره تماس ټينګ كړئ. زه ستاسو يو اورېدونكى يم، هيله زما ليك په پروګرام كې راته خپور كړئ. ستاسې خپرونه او پروګرامونه ډېر په زړه پورې دي او موږ يې په ډېره مينه سره اورو. بيا غوښتنه كوي او وايي: تاسو زما كلب د ثبتولو سرټيفيكېټ راولېږئ او د بېجينګ د اولمپيك لوبو په اړه معلومات، د چينګ هاى جهيل، د مرغانو ټاپو او د تبتي قوم سپېڅلو ډبرو انځورونه د ليك له لارې راولېږئ.

- د پاكستان له هريپور څخه اورېدونكى عبدالقدير په خپل ليك كې له سلامونو وروسته ليكي: زه د شپږم ټلګي زده كونكى يم، ستاسو د سي ار اى راډيو مې ډېره خوښه ده او په زړه پورې پروګرامونه لرئ.بيا وايي: د چين د دونګ او دونګ شيانګ قومونه ډېر ښكلي قومونه دي، په راتلونكي وخت كې، اورېدونكى، عبد القدير وايي، زه غواړم چين ته سفر وكړم، زما عمر دوولس كاله دى. نوموړى د خپل ليك او هم په پاى كې د يوې سندرې خپرولو غوښتنه كوي.

- دغه بل ليك بيا د خوست ولايت د عليشېرو ولسوالۍ له كڅي كلي څخه د ميراج كلب مشر شهزاده احمدزي را استولى دى. د چين نړيوالې راډيو پښتو خپرونې ټولو كاركوونكيو ته يې سلامونه ويلي او بيا يې ليكلي: ستاسې خپرونه مې خوښېږي، پروګرامونه په ډېر ښه ډول وړاندې كوئ، هيله لرم چې همداسې چټك پرمختګ مو دوام وكړي. ده بيا د خپلو ملګريو هر يو احمد، ګل زاده، نور محمد، بصير احمد، نوروز علي، پروېز، صديق الله، ښايسته مير او زما د كلب نور غړي تاسو ته سلامونه وايي. اورېدونكى شهزاده احمدزى بيا د خپل ليك په پاى كې د خپرونې وخت د اوږد والي غوښتنه كوي.

- د پاكستان له هريپور څخه د يو شمېر زده كونكيو له خوا هم ليكونه رارسېدلي دي، د دوى تر منځ هر يو امان الله، نقيب الله، فضل هادي، ګل رحمن، هدايت الله هدايت، حضرت علي او منير احمد دي. دوى په خپلو ليكونو كې سلامونه ويلي او اورېدونكي نقيب الله بيا په خپل ليك كې ليكلي: ستاسو پروګرامونه په ډېر شوق او ذوق سره اورم، ستاسو پروګرامونه، دى وايي، زموږ په ژوند كې ډېر مهم دي. بيا وايي: زه به په راتلونكي كې هم ستاسو پروګرامونه اورم.

- درنو اورېدونكيو، ستاسې له خوا رارسېدلي ليكونه مو ولوستل، د پروګرام په وروستيو شېبو كې يو ځل بيا د چين په سه چوان ولايت كې له زلزلې ځپلو سيمو او وګړيو سره د خواخوږۍ او همدردۍ يادونه كوم، ستاسې ټولو اورېدونكيو په استازيتوب هيله لرم چې زلزله ځپلي سيمې او وګړي له دغو سختو شېبو څخه په تېرېدو وتوانېږي، ټپي شوي خلك بېرته روغ شي، او ويجاړه شوې سيمه بېرته اباده او ودانه شي. موږ ټول د سه چوان له وګړيو سره يوو، د دوى په درد دردېږو او په بيا رغېدنه كې يې ترڅنګ ولاړ يوو.

- د موږ او اورېدونكي پروګرام هم په همدې ځاى پاى ته رسېږي، كه غواړئ دغه پروګرام، د اوونۍ په ترڅ كې د بېلا بېلو ورځو خپرونې او دغه راز زموږ نور پروګرامونه واورئ، نو پر انټرنېټ د پښتو خپرونې وېبپاڼه پرانيزئ او د خپلې خوښې پروګرام ولولئ او واورئ او هم بېلا بېل معلومات ترلاسه كړئ.

هيله ده زموږ سره د خپلو نظرونو شريكولو او خپرونې په اړه د وړانديزونو لپاره زموږ د برېښنا ليك په دې پته تماس ونيسئ: pushtu@chinabroadcast.cn

او كه غواړئ چې د ليك له لارې زموږ سره تماس ونيسئ نو كولى شئ چې په اسلام آباد كې زموږ په دې پته ليكونه راواستوئ:

G. P. O. Post Box No. 2017

اسلام آباد، پاكستان

تر بلې اوونۍ ما امان الله عمران ته اجازه راكړئ، په لوى څښتن مو سپارم، هر چېرې چې وئ روغ او خوشحاله اوسئ.