د سن هوا اژانس د خبر له مخې د چين د کمونست ګوند مرکزي کميټې عمومی منشي، د دولت رئيس او د چين د پوځي کميټې مشر هو جين تاو د مۍ په اوولمسه نېټه سهار د ناورينونو د مخنيوي کارونو د لارښوونې لپاره سه چوان ولايت کې د زلزلې ځپلې سيمې مرکز ون چوان ولسوالۍ ته رسيدلی دی.
په سي چوان ولايت کې د زلزلې له پېښېدو وروسته رئيس هو جين تاو سمدلاسه له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې ټپيان وژغوري او په ناروين ځپلو سيمو کې د خلکو د سر امنيت د تامينولو لپاره هڅې وکړي. رئيس هو جين تاو د مۍ په شپاړسمه نېټه د الوتکو له لارې سه چوان ولايت ته ورسيد او د ميان يانګ ښار د نان جياو په هوايی ډګر کې يوه ځاګړی غونډه جوړه کړه چې د صدراعظم ون جيا باو په ګډون له نورو مشرانو سره يې د ناورينونو د مخنيوي پر تګلارې بحث وکړي.