د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالي کې د زلزلې د رامنځته کيدو له سل ساعتو وروسته مرستندويه ډلې د انسانانو له ژغورلو څخه نه دي ناهيلی . د چين د دولت رئيس هو جين تاو او صدراعظم ون جيا باو په ګډه وويل چې مونږ بايد تر وسې پوری د مصيبت ځپلو کسانو ژغورلو ته دوام ور کړو.اوس مهال په هر اړخيزه توګه په زلزله ځپلو سيمو کې د ژغورنې هغه لوی عمليات روان دی چې اصلی موخه يې د مصيبت ځپلو کسانو ژغورل دي.
د اړوندې څانګې د يوې شمېرنې له مخې د مې د ١٧ نېټې له غرمې وروسته تر دوو بجو پوری د نوموړې زلزلې له امله ٢٨ زره او ٨٨١ تنه مړه شوي او دوه لکه تنه نور ټپيان شوي دي.
د خبر له مخې اوس مهال ازادی بخښوونکی پوځ او وسله والو پوليسو د ژغورنې کارونو لپاره مصيبت ځپلو سيمو ته ١١٠ زره تنه سرتيري او ٩٩ چورلکې ليږلي دي.د جاپان، روسيې، د کوريا جمهوريت، سينګاپور او هانکانګ او تايوان مرستندويه ډلې هم په پر له پسی توګه د ژغورنې کارونو د تر سره کولو لپاره نوموړو سيمو ته ورسيدلې.
سربېره پردی د روسيې ، پاکستان، هاسپانيا او فرانسې په شمول د څو هېوادونو مرستندويه مالونه هم په پر له پسی توګه د دغه ولايت زلزله ځپلو سيمو ته رسول شوي دي.