د سين هوااژانس د خبر له مخې: د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند محمد شديق د می په اوولسمه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې په افغانستان کې د دغه هېواد لوی سفير طارق عزيز اودين چې درې مياشتو مخکې تښتول شوی و، خوشی شوی دی.
نوموړي وويل سفير عزيز اودين د روانې مياشتې په شپاړسمه نېټه ماښام خوشی شوی او د پاکستان د پوليسو له خوا بير ته وطن ته استول شوی دی. د ده روغتيايي او امنيتي حالت دواړه ښه بلل شوي دي.