<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2008-05-17 19:37:01    
د چين د نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې د پرانيستلو د پنځه ديرشمې کاليزې د يادونې ځانګړی پروګرام(درېيم)

cri

منتظم: ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم! د سی ار ای راډيو د پښتو خپرونې پرانيستلو د پنځه ديرشمې کاليزې د يادونې ځانګړې پروګرام درېيمه برخه پيل شوه. په دغه پروګرام کې به د پښتو په څانګه کې د ويب پاڼې او د پښتو هندارې چلوونکي هوسی او غوټی د خپلو کارونو په هکله معلومات درکړي.

منتظم: هوسی، کيدای شئ اوريدونکيو ته د پښتو ويب پاڼې په هکله څه معلومات ورکړي؟

هوسی: ګرانو اوريدونکو، اسلام عليکم! د پښتو ويب پاڼه د ٢٠٠٤ کال په جنورۍ کې په رسمی توګه جوړه شوه او موخه يې په ټوله نړۍ کې پښتنو لوستونکيو ته د ويبپاڼې له لارې خدمت کول دي. نو زموږ اوريدونکی او دوستان به نه يوازی د راډيو بلکی د ويب پاڼې له لاری د پښتو خپرونې واوري.

منتظم: مهربانی وکړئ چې اوريدونکيو ته زموږ د ويب پاڼې د اوسنی حالت په هکله

معلومات ورکړي؟

هوسی: اوس د پښتو ويب پاڼه د چټک پرمختګ په حال کې ده چې هره ورځ يې د لوستونکو منځنې اندازه يو سل او څلويښت زرو ته رسيږي. د ويب پاڼې لوستونکي نه يوازی د چين او نړۍ مهم خبرونه بلکی د چين د اقتصاد، کلتور، ساينس او سپورت په شمول د زياتو برخو نوی حالت لولي او د ويب پاڼې له لاری زموږ خپرونه هم اوريدلی شي.

منتظم: ډېره مننه، هوسی. د پښتو ويب پاڼه اوريدونکيو او لوستونکيو ته زيات

معلومات برابروي، نو د ويب پاڼې پرمختګ په هکله تاسی څه پلانونه لرئ؟

هوسی: د تير کال له جولای راهيسی د ويب پاڼې د لوستونکيو اندازه په چټکه او ثابته توګه لوړه شوې ده. په دې هکله زه د پښتو څانګې په استازيتوب زموږ له ټولو پلويانو او کتونکو څخه مننه کوم. په راتلونکی کې به موږ لوستونکيو ته په زړه پورې محتوياتو برابرولو او د ويب پاڼې د لا ښکلي جوړولو لپاره کوشش وکړو او لوستونکيو ته به ښه خدمتونه برابر کړو.

منتظم:ډېره مننه. ګرانو اوريدونکو، د پښتو هنداره په ٢٠٠٥ کال کې د لومړې ګڼې له خپرولو راهيسی د زياتو اوريدونکيو پاملرنه ورجلب کړې ده. موږ په دې هکله له اوريدونکيو څخه ډېره مننه کوو او هيله من يو چې تاسی په دواملرونکې توګه زموږ د پښتو هندارې خوښ کړئ. اوس به غوټې تاسو ته د پښتو هندارې په هکله معلومات درکړي.

غوټی: زموږ راډيو د ٢٠٠٥ کال په جون کې د پښتو هنداره په نامه د پښتنو اوريدونکو لپاره د ځانګړی ورځپاڼی په خپرولو پيل وکړ. په تېرو دوو کلونو کې پښتو هنداره د لوستونکو مينه راجلبه کړې ده. پښتو هنداره د سياسی، کلتوري او اقتصادي ساحو له پلوه لوستونکو ته د چين برياليتوبونه ورپيژنی. د ٢٠٠٥ کال له جون څخه د ٢٠٠٧ کال تر دسمبر پورې پښتو هنداره هر کال څلور ځله چاپ شوی او تر اوسه پوري په عمومی توګه يوولس ګڼی له چاپه راوتلې ده چې هر ځل يې شمير زر ګڼو ته رسيد. د پښتو هندارې محتويات د چين له سياسی، اقتصادي، کلتوري او سپورتي ساحو څخه عبارت دي.

په ٢٠٠٨ کال کې به دغه ورځپاڼه د څلورو مخونو پر ځای په څوارلسو مخونو کې

چاپ شي، خو چاپی بڼه به يی له يو پر اتو څخه يو پر شپاړلسو ته کوچنۍ شي. په ٢٠٠٨ کال کې به پښتو هنداره د خپلو مخونو له بدلون نه وروسته د مجلې په بڼه چاپ شي او محتويات به يې لا زيات شي. موږ باور لرو چې د ټولو کارکوونکو، اوريدونکو او لوستونکو د کوښښونو له لارې به پښتو هنداره په لا ښه توګه اوريدونکو او لوستونکو ته خدمتونه تر سره کړي.

منتظم: ګرانو اوريدونکو، نننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد. اوس به په دې هکله دوې پوښتنې وړاندی شي. هيله ده چې تاسې اوريدونکي دغو پوښتنو ته ځوابونه ورکړئ او د پښتو خپرونې د پرانيستلو د پنځه ديرشمی کاليزې د يادونې په سيالۍ کې ګډون وکړئ!

پوښتنې: د سی ار ای راډيو د پښتو ويب پاڼه کله پرانستل شوه؟

A: د ٢٠٠٤ کال دسمبر B: د ٢٠٠٥ کال جنورۍ C: د ٢٠٠٤ کال جنورۍ

د پښتو هندارې لومړۍ ګڼه کله خپره شوې ده؟

A: د ٢٠٠٥ کال جون B: د ٢٠٠٥ کال جنورۍ C: د ٢٠٠٦ کال جون

تر اوسه پوري د پښتو هندارې څو ګـڼې خپرې شوي دي ؟

A: دوولس B : لس C:شل