د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د سه چوان ولايت په ون چوان ولسوالۍ کې د سختې زلزلې له پېښېدو وروسته نړيوالې ټولنې او په نورو هېوادونو کې چيني اوسيدونکو په تېرو څو ورځو کې په پر له پسی توګه له ناورين ځپلو سيمو سره مرستې کړې دي.
له ناورين ځپلو سيمو سره د روسيې د درېيمې ډلې مرستندويه مالونه د مۍ په اوولسمه نېټه چين ته رسيدلي دي او دغه هېواد به په همدې شپې بله ډله مرستندويه مالونه هم سيمې ته ولېږي. د هسپانيا او پاکستان مرستندويه مالونه د مۍ په شپاړسمه نېټه چين ته رسيدلي دي. اوس مهال د جاپان، روسيې، کوريا جمهوريت، سيګاپور ځانګړي مرستندويه وګړي هم ناورين ځپلو سيمو ته رسيدلي دي. بر سېره پردې اروپايې ټولنه او قرغيزستان به هم چين ته مرستندويه وګړي راولېږي.
دغه راز په نورو هېوادونو او سيمو کې چيني اوسيدونکو هم ناورين ځپلو سيمو او وګړيو ته ډيره پاملرنه کړې او بسپنې يې ورکړې دي.