د سن هوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت رئيس هو جين تاو د مۍ په اوه لسمه نېټه په سه چوان ولايت کې د زلزلې مرکز ون چوان ولسوالۍ ته ورسيد او د ناورين ځپلو سيمو د حالت څارنه او د ناورين د مخنيوي د کارونو لارښوونه يې وکړه.
رئيس هو وويل پوځونه بايد له خلکو سره همکاری وکړي. نوموړي له ويجاړ شويو فابريکو څخه ليدنه وکړه او ځايی خلک يې وهڅول چې د ناورين د مخنيوۍ کارونو په پلی کولو سره د فابريکو د بيا جوړولو تګلاره جوړه کړي.
له ون چوان ولسوالۍ څخه له وتلو وروسته رئيس هو له ناورين ځپلو سيمو سره د مرستې کارونو د څارنې په هکله د پنګ جو ښار د لونګ من علاقه دارۍ ته ورسيد.