د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين صدراعظم ون جيا باو د مۍ په اوولسمه نېټه په بېجينګ کې د ناورين د مخنيوي د لارښوونې قوماندانی په يوه غونډه کې پر دې خبر ټينګار وکړ چې په کنډوالو کې د ټپيانو د ژغورنې کارونه بايد لا ټينګ شي. که يو ټپی هم شي، موږ بايد تر خپلې وسې پورې مرسته ورسره وکړو.
صدراعظم ون جيا باو څرګنده کړه اړوندی خواوی بايد په جدی توګه په ناورين ځپلو سيمو کې د ناروغيو د وقايی کارونه وکړي او په دغو سيمو کې د توکيو د بيو د ثبات لپاره هڅې وکړي. نوموړي د ټولنې له وګړيو څخه غوښتنه وکړه چې په فعال توګه له مصيبت ځپلو سيمو سره مرسته او بسپنه ورکړي او د يو لړ کوچنيو زلزلو له امله د ناورينونو د سختوالو مخنيوی وکړي.