د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د کمونست ګوند د مرکزي کمېټې عوموی منشي، د چين د دولت رئيس او د پوځي کميټې مشر هو جين تاو د مۍ په اوولسمه نېټه د ناورين ځپلو سيمو د حالاتو د څارنې او د زلزلې د مخنيوي کارونو د لارښوونې لپاره د سه چوان ولايت ون چوان ولسوالۍ ته ورسيد.
رئيس هو جين تاو د مۍ د اوولسمې نېټې په شپې په چنګ دوو ښار کې په يوه غونډه کې د ناورينونو د مخنيوي په اړه کاری راپور واوريد او په راتلونکې کې د ناورينونو د مخنيوي د تګلارې څيړنه وکړه. هغه پر دې خبره ټينګار وکړ چې اړوندی خواوی بايد په مداومه توګه تر خپلې وسې پورې په ناورين ځپلو سيمو کې د خلکو د سر د ساتلو ، د ټپيانو د ژغورلو او د خلکو د اساسی ژوند د تامينولو او د ويجاړ شويو اساسی تاسيساتو د بيا رغولو لپاره کوښښ وکړي چې په دغو سيمو کې د بيا رغونې کارونو لپاره تياری نيسي.
رئيس هو جين تاو د مۍ په اتلسمه نېټه سهار د سه چوان ولايت له شه فانګ ښار څخه هم ليدنه وکړه.