د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د مې د ١٨ نېټې تر ماښام پوری د چين د روغتيا وزارت زلزله ځپلو سيمو ته د ناروغيو وقايې لپاره د ٦٤٠ تنو په ګډون يوه ډله ليږلې ده. تر اوسه پوری په دغو سيمو کې سترې ساري ناروغۍ او عامې روغتيايی پېښې او د وينو برابرولو د کمښت حالت نه دی رامنځه شوی.
د معلوماتو له مخی د مې ١٨ نېټې تر لسو بجو پوری د چين پوځ د زلزله ځپلو سيمو د ولسوالۍ په کچه په ٣٥ ښارونو او علاقه داريو ته د ژغورنې کارونو د تر سره کولو لپاره ٣٠٢٠ طبی کسان ليږلي دي.
د چين د کرنې وزارت يو چارواکي د مې په ١٧ نېټه وويل د کرنې اړوندو څانګو د ناروغيو وقايې او مخنيوي لپاره د سه چوان زلزله ځپلو سيمو ته د کارپوهانو يوه ډله او اړوند کسان ليږلي دي.