د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د دولت شورا د سه چوان ولايت په سخته زلزله کې د زياتو کسانو د مرګ او ژوبلې په اړه د بېلا بېلو قومونو خلکو د خواشينی څرګندولو لپاره پرېکړه وکړه چې د ٢٠٠٨ کال د مې له ١٩ نېټې څخه تر ٢١ نېټې پوری په هېواد د مرګ ژوبلې رامنځته کيدو له امله د خواشينی څرګندولو د ورځو په توګه وټاکي. د چين په بېلا بېلو ځايونو او بهرنيو موسسو کې به د بيرغ نيم ځوړندولو له لاری خپله خواشيني څرګنده کړي او په بېلا بېلو عامو ځايونو کې د ساعتېری له فعاليتونو څخه لاس واخلي.د چين د بهرنيو چارو وزارت او په چين کې بېلا بېلو بهرنيو سفارتونه او عمومی قونسلګرنه د خواشينۍ څرګندولو لپاره مکتوبونه ليږلي دي. د چين خلک به د مې په ١٩ نېټه له غرمې وروسته له دوو بجو او ٢٨ دقيقو څخه د دريو دقيقو لپاره خواشينی څرګنده کړي.
د خبر له مخې د چين د کمونست ګوند د مرکزي کمېټې عوموی منشي، د چين د دولت رئيس او د پوځي کميټې مشر هو جين تاو په مداومه توګه د سه چوان په ناورين ځپلو سيمو کې د زلزلې د مخنيوي کارونه لارښوونه کوي.