د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د هانکانګ په ځانګړې اداري سيمه کې د چين مرکزي حکومت د تماس نيولو دفتر د تازه خبر له مخې، د هانکانګ بېلا بېلو ټولنو د مې د اتلسمې نېټې د شپې تر يوولس بجو پورې د دغه دفتر له لارې زلزلې ځپلو سيمو ته څلور سوه مليون هانکانګي ډالره بسپنه ورکړی ده.
د دغه دفتر اړوند مسئول وويل د روانې مياشتې په دوولسمه نېټه د زلزلې له پېښېدو راهيسی د هانکانګ ښاريانو په فعاله توګه له زلزلې ځپلو وګړيو سره د مرستې لپاره بسپنه ور کړې چې دا د چين له لويې برخې سره د هانکانګيانو ژورو احساساتو څرګندونه کوي .