د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مې نولسمې نېټې په څلورو بجو او اته پنځوس دقيقو په سه چوان ولايت کې د زلزلې له امله د وژل شويو کسانو په ياد د ملي ماتم په ترڅ کې د بېجينګ په تيان ان من ډګر کې د ملي بيرغ پورته کولو په مراسمو کې بيرغ نيم ځوړند شو.
په همدې ورځ د هانکانګ او مکاو د ځانګړو ادارې سيمو په مهمو ځايونو، حکومتی ارګانونو او ښوونځيو کې هم بيرغ نيم ځوړند شو. دا لومړۍ ځل دی چې په چين کې ملي بيرغ نيم ځوړند پورته کېږی.
د مې د اتلسمې نېټې له غرمې وروسته تر دوو بجو پوری د زلزلې له امله د وژل شويو کسانو شمېر له دېرش زره تنو څخه واوښت او د ټپيانو شمېر څه دپاسه دوه سوه او شل زره تنو ته رسېږي. د چين ملی شورا پرېکړه وکړه چې د مې له نولمسې نېټې تر يوويشتمې نېټې پوری موده د ملي ماتم په توګه وټاکي چې په ترڅ کې به يې د اولمپيک لوبو د سپيڅلې مشال ليږدولو فعاليت هم وځنډېږي.