د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د روغتيا وزارت په زلزله ځپلو سيمو کې د خوړو او څښاک اوبو امنيت ساتلو لپاره د يوې خبرتيا په خپرولو سره غوښتنه وکړه چې په دغو سيمو کې د خوړو او څښاک اوبو څارنه او اداره پياوړې شي.
په دغه خبرتيا کې غوښتنه شوې چې په زلزله ځپلو سيمو کې د خوړو او څښاک اوبو څارنه او اداره پياوړې شي، د خوړو ازموينه او ارزونه وشي او د څښاک اوبو سرچينې په ښه توګه وساتل شي.