د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولت رئيس او د مرکزي حکومت د پوځی کمېټې مشر هو جين تاو د مې په اتلسمه نېټه د سه چوان ولايت په شه فانګ ښار کې د زلزلې ژغورنې له کارونو څخه د ليدنې په ترڅ کې څرګنده کړه د چين حکومت به هرومرو د ستونزو ليری کولو لپاره له ناورين ځپلو وګړيو سره مرستو ته دوام ورکړي.
رئيس هو جين تاو د شه فانګ ښار د يو سړک پر غاړه د ناورين ځپلو وګړيو د اوسېدنې يو مرکز ته ولاړ او له ناورين ځپلو وګړيو سره يې خپله خواخوږي څرګنده کړه. نوموړي سرتېريو ته وويل چې وخت ډېر بيړنی دی، د ژغورنې کارکونکي بايد د وګړيو د ژغورنې لپاره کوښښ وکړي.