د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سه چوان ولايت له سختې زلزلې وروسته د مې اتلسمې نېټې تر غرمې پورې څه دپاسه نهه زره اووه سوه او شل تنه پاتي شوي کورني او بهرني سيلانيان په ډاډمنه توګه له ناورين ځپلو سيمو څخه وتلي دي.
د چين د سيلانۍ ملي ادارې مرستيال وانګ جه فا د مې په اتلسمه نېټه په بېجينګ کې وويل د ټول هېواد د اړوندو څانګو د جدي پلټنې له مخې، نژدی يو سل او درې سوه او شپږ اتيا زره کورني او بهرني سيلانيان په ناورين ځپلو سيمو کې پاتي شوي او نهه زره اووه سوه او شل تنه يې د مې اتلسمې نېټې تر غرمې پورې له سيمې څخه وتلي دي.