د چين د خلکو ورځپاڼې د خبر له مخې، د چين د زلزلې ادارې د مې په اته لسمه نېټه په سه چوان ولايت کې د سختې زلزلې درجه له اووه اعشاريه اته درجې څخه اته درجې ته سمه کړه د دغې ادارې يو کارپوه وويل د زلزلې درجې سمول له نړيوال معمولی دوداو دستور سره سم دی.
د چين د زلزلې انټرنېټ شبکې مرکز د سه چوان زلزلې له پېښېدو وروسته سمدلاسه د دغې زلزلې کچه اووه اعشاريه اته درجې اعلان کړه، خو کارپوهانو د زلزلې د نړيوالو شبکو د شمېرو او سندونو له ژورې څېړنې وروسته د دغې زلزلې درجه اته درجو ته سمه کړې ده.