د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په چين کې د بېلا بېلو هېوادونو سفيرانو او استازيو د مې په ١٩ نېټه د سه چوان ولايت په زلزله کې له قربانيانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه. د ساحل العاج، ويتنام او امريکا سفيران لومړي کسان وو چې د چين د بهرنيو چارو وزارت د خواخوږۍ څرګندولو ځای ته راغلل. په چين کې د امريکا سفير کلارک تی راندت وويل امريکا به له چين سره نورې زياتې مرستې برابرې کړي.
د جاپان سفير مياموتو يوجی وويل د جاپان د ژغورنې ډله به له خپلې وسې سره سم ژوندی کسان وژغوري. د جاپان حکومت به د زيانمنو شويو چينايانو د کورونو د بيا أبادۍ په ترڅ کې د چين له حکومت سره نژدی همکاري وکړي. هغه هيله څرګنده کړه چې له چين سره د زلزلې د زيان پراخېدو په وړاندې همکاري پياوړې کړي.