د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين بېلا بېلې ساحې په سه چوان ولايت کې د زلزلې له پېښېدو وروسته په پرله پسې توګه زلزلې ځپلو سيمو ته د مرستندويه پيسو او مالونو بسپنه ورکوي.
د مې ١٨ نېټې تر ١٢ بجو پوری د چين ١٢٣ لويو دولتي تصديو ٩٣٢ مليون يوانه مرستندويه پيسی او د ١٠٣ مليون يوانو په ارزښت مالونه بسپنه راغونډه کړې ده.
د ١٨ نېټې د شپې تر ١١ بجو پوری زلزلې ځپلو سيمو ته د هانکانګ په بېلا بېلو ساحو کې راغونډه شوې بسپنه څلور سوه مليون هانکانګي ډالرو ته رسېدلی ده.
دغه راز په لاسا ښار کې راهبانو د سه چوان زلزله ځپلو سيمو ته تر اوسه پورې سل زره يوانه بسپنه راغونډه کړې ده.